د همدرد په خبره، طالبانو تېره ورځ د سلما بند پر یوې پوستې تر برید وروسته له افغان سرتېرو سره نښته پیل کړه، چې په وینایي، په دې پېښه کې ګڼو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی زیاتوي چې په غور او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو پراخه نفوذ د دې لامل شوی چې سلما بند له امنیتي ګواښونو سره مخ شي.
هغه په ورته وخت کې د مرستندویه سرتېرو د مرستې غوښتنه وکړه.
سلما بند په افغانستان کې تر ټولو ستره پروژه ده چې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هند دولت په مرسته رغول شوې ده.
طالبانو بیا ځان ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.


