ads

غني او عبدالله د جون پر ۲۵مه امریکا ته سفر کوي

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني به د روانې جون میاشتې پر ۲۵مه د امریکا د جمهور رییس جوبایډن په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي.

محمدخان بریال
31 غبرګولی 1400
غني او عبدالله د جون پر ۲۵مه امریکا ته سفر کوي

له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې دا خبره شوې او زیاته شوې چې له هغه سره به په یاد سفر کې د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ملتیا کوي.
اعلامیه زیاتوي چې په دې سفر کې به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان او امریکایي چارواکو تر منځ د سیاسي مشارکت پر دوام خبرې وشي.
د سرچینې په وینا، امریکا له افغانستان سره په بشري، اقتصادي او په ځانګړي ډول د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې خپلو مرستو ته ژمنه ده او له ښکېلو اړخونو یې غوښتنه کړې چې د سولې لپاره معنا لرونکې خبرې وکړي.
دا لومړی ځل دی چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته د سفر بلنه ورکوي.
تر دې وړاندې د نامعلومو دلیلونو پر اساس دا سفر ځنډول شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA