د دغه وزارت ویاند فواد امان د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، وسله وال طالبان د افغان سرتېرو او پاڅونوالو د عملیاتو په پایله کې له دغو دوو ولسوالیو تښتېدلي او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
دی زیاتوي چې د طالبانو پر وړاندې اوس هم د افغان سرتېرو او پاڅونوالو عملیات دوام لري او هڅه کېږي چې د دغه ولایت نورې سیمې هم د طالبانو له شتون پاکې شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تخار هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې یې امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.
د دغه ولایت اوسېدونکي له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د امنیت خوندیتوب لپاره یې جدي هڅې وکړي.


