ads

جمهور رییس غني او سیاسي مشرانو مشورتي ناسته وکړه

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي ناسته ترسره شوه.

محمدخان بریال
31 غبرګولی 1400
جمهور رییس غني او سیاسي مشرانو مشورتي ناسته وکړه
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د سولې پروسه د افغان حکومت لومړیتوب ده او د دغه بهیر ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې ناسته کې د سولې د تامین، د جمهوري نظام د پیاوړتیا او د امنیتي سرتېرو د ملاتړ لپاره د واحد صف پر جوړېدو او پیاوړتیا ټینګار وشو.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کې متحده ایالاتونو ته د جمهور رییس او مل پلاوي د سفر په اړه هم مشوره وشوه او دا سفر مهم وبلل شو.
د غونډې په وروستیو کې د هېواد جمهور رییس د سیاسي اجماع لپاره د داسې ناستو ترسره کېدل مهم بللي دي.
دا ناستې داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د جون میاشتې پر ۲۵مه جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې شورا مشر د امریکا د حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA