له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې دا څرګندونې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دې پروژې لګښت یو میلیون او ۴۴۷ زره افغانۍ دی او د سبو تخم هم پکې شامل دی.
دا پروژه د کندز ولايت مرکز او د دغه ولايت په امام صاحب و علي اباد ولسواليو کې پلې شوې ده.
ددغو باغچو د وېش هدف دسبو ترويج، د بې وزله مېرمنو دعوايدو زياتوالی، دخوار ځواکۍ مخنيوی او د خوړو خونديتوب دی.