د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پرون ناوخته کلید ته وویل، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د نوي کلي اړوند په ښایسته چوک سیمه کې پر خلکو د ګاز ډبه چاودېدلې ده.
هغه زیاتوي، پېښه په یو دوکان کې شوې چې له امله یې د ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ګاز ډبو په چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خلک بیا هېواد ته د بې کیفیته ګاز ډبو په رالېږد نیوکه کوي او له حکومت یې د مخنیوي غوښتنه کوي.


