ads

په ننګرهار کې ۱۵ طالبان د سولې له بهیر سره یو شوي

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، د ملي امنیت ریاست په هلو ځلو د دغه ولایت په پچير اګام، خوږياڼو، شېرزادو، سره رود او اچين ولسواليو کې ۱۵ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

جان اغا صالح
30 غبرګولی 1400
په ننګرهار کې ۱۵ طالبان د سولې له بهیر سره یو شوي

د خوږیاڼي په خبره، د سولې له بهیر سره یو ځای شوو وسله والو تر دې وړاندې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د حکومت ضد فعالیتونه کول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA