ads

په جلال اباد کې ناپېژندو وسله والو یوه پولیسه وژلې

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان هم کلید ته یاده پېښه تایید کړې ده.

جان اغا صالح
30 غبرګولی 1400
په جلال اباد کې ناپېژندو وسله والو یوه پولیسه وژلې

هغه وویل، نن ماسپښین شاخوا درې نیمې بجې د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند په کابل هډې سیمه کې نا پېژندو وسله والو د سرحدي لېوا یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې او عاملین یې له سیمې تښتیدلي دي.
د فرید خان په خبره، وژل شوې پولیسې په سرحدي لېوا کې دنده درلوده.
د یادونې ده چې څومیاشتې وړاندې هم د همدې ناحیې په مربوطاتو کې د بصیرې په نوم بله یوه ښځینه پولیسه وژل شوې وه.
په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې بیا زیاتې شوي چې هېوادوال یې سخت اندېښمن کړي دي.
د دې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA