له دغه وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په همدې موده کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې ۱۱ کړۍ ماینونه چې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي وو، شنډ شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، ارزګان، کندهار، فراه، بلخ، هلمند او کندز ولایتونو کې اوښتې ده.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
خو په ځینو ولایتونو کې یې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.


