هغه زیاتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان حالت او د سولې پر اوسني بهیر خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو، نړیوالو موسیسو او بهرنیو کارمندانو د امنیت خوندیتوب ته ژمنتیا څرګنده کړې ده.
د ډاکتر نعیم په وینا، ملا برادر هغه ته ویلي چې بهرني کارمندان، سفارتونه او خیریه موسیسې دې په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
دا کتنه پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.
خو ګاونډي او یو شمېر نور بهرني هېوادونه په افغانستان کې د دوی د سفارتونو امنیت خوندیتوب ته اندېښمن دي.


