ads

د هېواد وتلی سندرغاړی عبدالله مقری ومړ

د افغانستان وتلي سندرغاړي عبدالله مقري د ورپېښې ناورغۍ له امله د تل لپاره له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

محمدخان بریال
30 غبرګولی 1400
د هېواد وتلی سندرغاړی عبدالله مقری ومړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د یکشنبې په ورځ کلید ته د هغه مړینه تایید کړه.
عبدالله مقری تر دې وړاندې په کورونا ناروغۍ اخته شوی وی و او په روغتون کې یې درملنه کېدله.
تر دې مخکې هم د نوموړي د مړینې اوازې خپرې شوې وې.
عبدالله مقری د هېواد وتلی سندرغاړی بلل کېږي او تر دې دمه یې سلګونه سندرې ويلي، چې د حماسي سندرو په ویلو کې خورا ښه نوم لري.
عبدالله مقری د مولوي عبیدالله زوی دی چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA