ads

د ترکیې، ایران او افغانستان په غونډه کې د مذاکراتو پر بریا ټینګار وشو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، د ترکیې، ایران او افغانستان په درې اړخیزه ناسته کې چې د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و، پر سیاسي حل، اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو پر بریا ټینګار وشو.

محمدخان بریال
30 غبرګولی 1400
د ترکیې، ایران او افغانستان په غونډه کې د مذاکراتو پر بریا ټینګار وشو

اعلامیه زیاتوي، په دې غونډه کې د یادو مسایلو تر څنګ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا، د پروژو پر پلي کېدو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هوکړه وشوه.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ناستې ګډونوالو ته ویلي چې افغانستان د اوږدې جګړې او افراطیت قرباني شوی هېواد دی او د دې جګړې د پایته رسېدو لپاره سیمه‌ییز ملاتړ ته جدي اړتیا ده.
نوموړي څرګنده کړې چې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې راتګ لپاره یو فرصت دی او په وینا یې، د روسیې، قطر او هند تر څنګ ترکیه او ایران هم د سولې لپاره د لیدلورو په یوځای کېدو کې مهم رول لرلی شي.
د ده په خبره، د کورنۍ اجماع تر څنګ د ترهګرۍ مخنیوي لپاره نړیوالې اجماع ته هم جدي اړتیا ده.
په ورته وخت کې د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو محمد جواد ظریف او مولود چاووش اغلو په هېواد کې د اقتصادي پروژو پر پلي کېدو هم ټینګار کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA