ads

امریکا او هند افغانستان ته واکسین ورکوي

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله مجروح د یکشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل چې که اکسېجن تولیدونکي شرکتونه احتکار ونه کړي، د هېواد روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره نه مخ کېږي.

محمدخان بریال
30 غبرګولی 1400
امریکا او هند افغانستان ته واکسین ورکوي

هغه که څه هم له ایران، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د اکسېجن د رالېږد خبر ورکوي، خو په ورته وخت کې د اکسېجن پر سم لګښت هم ټینګار کوي.
وحیدالله مجروح په جولای میاشت کې له هندوستان څخه د ۴۶۸ زره ډوزه نورو واکسینو د رالېږد خبر ورکوي او زیاتوي چې په همدې میاشت کې به امریکا هم په پراخه کچه له افغانستان سره د کورونا ضد واکسین مرسته وکړي.
چین او هندوستان هغه هېوادونه دي چې له افغانستان سره یې د کورونا زرګونه ډوزه واکسین مرسته کړې.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا واکسین هغو کسانو ته ورکول کېږي چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وي، پر شکر او ورته نورو ناروغیو اخته وي.
همدارنګه روغتیایي کارمندانو، استادانو او یو شمېر نورو دولتي مسولینو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې کورونا ویروس تر اوسه په ټول افغانستان کې تر څلور زره ډېر کسان مړه کړي او تر سل زره ډېر نور پرې اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA