ads

اشرف غني: جګړه طالبانو پیل کړې او هغوی یې مسول دي

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني پرون مازدیګر مهال د نوو سرپرست وزیرانو د معرفي په غونډه کې د امنیتي سکټور تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.

محمدخان بریال
30 غبرګولی 1400
اشرف غني: جګړه طالبانو پیل کړې او هغوی یې مسول دي

هغه زیاته کړې چې طالبان سولې ته لېوال نه دي، دا جګړه هغوی پیل کړې او مسولین یې همدوی دي.
د جمهور رییس په وینا، افغان حکومت د سولې لپاره پلان او طرحه لري او په دې برخه کې یې خپله پوره ژمنتیا څرګنده کړې ده.
ده یو ځل بیا وویل چې اوسنۍ جګړه هېڅ مشروعیت نه لري او په خبره یې، که طالبان واک غواړي، نو حل لاره یې د خلکو رایه ده او باید ټاکنې ومني.
نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو پر وړاندې دښمنۍ ته دوام ورکول پرېږدي او په خبره یې، که طالبان دې چارې ته دوام ورکړي، ولس به یې په ټینګه ځواب ووایي.
جمهور رییس د ملکي مرګ ژوبلې ډېرېدو ته په اشارې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو په اړه بې طرفه پاتې نه شي او دا ومني چې طالبان بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع، کورنیو چارو او کلیو پراختیا وزارتونو سرپرست وزیرانو ژمنه کړې چې د واحد ټیم په توګه به خپلو دندو ته دوام ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA