هغه زیاتوي چې په غیر ستراتېژيکو سیمو کې د طالبانو شتون هېڅکله د هغوی د بریا په معنا نه دی.
د ارین په خبره، دوی ته له هرڅه وړاندې د امنیتي ځواکونو ژوند ارزښت لري، نو ځکه په ځینو سیمو کې باید شاه تګ وکړي.
د ده په وینا، طالبان په تېرو ۱۵ کلونو کې د ځینو کړیو پر مستقیمو مرستو سربېره بیا هم د تل لپاره د یوې سیمې پر ساتلو نه دي توانېدلي.
هغه زیاتوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ځینو ولایتونو د نیولو پلان درلود، خو په غبرګون کې یې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبان بیا افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې او ځینو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي.


