ads

ډاکټر عبدالله د ترکیې هېواد له جمهوررییس اردوغان سره لیدلي

د مصالحې عالي شوار وایي، تېره ورځ له غرمې وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې له جمهوررییس طیب اردوغان سره ولیدل او هغه سره یې پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړي دي.

شمس الرحمن شمس
29 غبرګولی 1400
ډاکټر عبدالله د ترکیې هېواد له جمهوررییس اردوغان سره لیدلي

د خبرپانې د معلوماتو له مخې د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکيې له جمهوررییس رجب طيب اردوغان سره په لیدنه کې پر افغان سوله، د هيواد او سيمې پر وروستيو سياسي او امنيتي تحولاتو خبرې کړې دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې د افغان سولې له پروسې د ترکیې هېواد د ملاتړ د دوام غوښتونکی شو، چې د ترکیې جمهوررییس هم ډاکټر عبدالله عبدالله ته د خپل هېواد او ځان له طرفه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ترکیې ولسمشر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، ترکیه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکې ده او همېشه به د افغانانو ترڅنګ وي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د تماس ډلو د یوې ناستې پرته نور هېڅ پرمختګ نه ترسترګو کېږي؛ خو سیمې ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په سفر وتلی، تر څو د دواړو لورو ترمنځ دخبرو لپاره بیا زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د سولې له کم رنګه پروسې سره خوا کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې هم زور اخیستی او د ښکېلو لورو ترڅنګ پکې ملکي وګړي هم قرباني ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA