ads

په ننګرهار کې ۴۱ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د پاکستانیانو په ګډون۴۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جان اغا صالح
29 غبرګولی 1400
په ننګرهار کې ۴۱ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله

د ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د پچیراګام ولسوالۍ په ګیره خیلو تنګي سیمه کې پر وسله والو طالبان هوایي بریدونه کړي، چې پرمهال یې د یادې ډلې د دوو قومندانانو په ګډون ۳۵ طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د یو بل خبر له مخې د ملي اردو ځواکونو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان یو مرکز تخریب کړی او ترې د یوولس پاکستانیانو پيژند کارتونه ترلاسه کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA