ads

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب غبرګون

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې نوموړي په یوې مرکه کې ویلي، د طالبانو د تاوتریخوالي د ډېرېدو په تړاو مبالغه کېږي.

شمس الرحمن شمس
29 غبرګولی 1400
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب غبرګون

حمدالله محب پر خپله ټوېټر پاڼه لیکل، طالبانو په ټول هېواد کې د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی پیل کړی او دا معلومه ده چې یاده ډله د څه لپاره دا هرڅه کوي؛ خو قریشي یا ناخبره دی او یا له طالبانو سره همکار دی.

د نوموړي به خبره قریشي ممکن دا هم رد کړي چې اسامه بین الادین د پاکستان نظامي قرارګاه ترڅنګ موندل شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طلوع ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډېرېدو په تړاو مبالغه کېږي.

نوموړي ویلي چې د داعش په شان ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د افغانستان په ۲۰۰ جبهو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې دوام لري چې د ښکېلو لورو ترڅنګ پکې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA