ads

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ ټپیان شول

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
29 غبرګولی 1400
دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ ټپیان شول

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان کلید ته وویل چې افغان ځواکونو د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بریدونو او نښتو په پایله کې ۲۵۹ تنه وسلوال طالبان وژلي او ۱۶۱تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په خبره دغه مرګ ژوبله د هېواد په ننګرهار، کونړ، مېدان وردګ، غزني، ارزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده.
وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه په یو شمېر ولایتونو کې د پوستو د نیولو خبر ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA