جمهوررییس غني له جهادي مشر اسماعیل خان سره ولیدل

ارګ وایي، جمهوررئیس محمداشرف غني له سیاسي رهبرانو او د هېواد مطرح شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن له غرمې مخکې له جهادي شخصیت اسماعیل خان سره وکتل او نوموړي سره یې پر ملي مسایلو په ځانګړي ډول د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.