د افغانستان د چارو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي د دې حکمونو پر اساس، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مؤظف شوی چې ملي شورا ته دې د یادو سرپرست وزیرانو د معرفي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
همدارنګه، د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس، پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په پراختیايي او زیربنایي چارو کې د جمهور رییس ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.
دا تازه ګمارنې داسې وخت کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو شدت زیات شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

