له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې جمهوررییس غني نن دکورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو په تړاو جوړه شوې غونډه کې دا خبرې وکړې.
په غونډه کې د روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح له بهر څخه د اکسېجن واردولو، په روغتونونو کې د اکسېجن د غیر فعاله دستګاوو د بېرته فعالولو او د بسترونو زیاتوالي په اړه راپور وړاندې کړ وې او وې ویل، دریمه څپه د حرکت په حالت کې ده؛ نو اړتیا ده چې ټول هېوادوال روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.
جمهوررییس غني هېوادوالو ته د کورونا د دریمې څپې د ښه مدیریت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه اوسني او راتلونکي ټول تصامیم د علمي اساساتو او تېرو تجربو پر اساس نیول کېږي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د کرونا واکسین عادلانه وېش ته په اشارې وویل، لومړیتوب دې د ټولنې زیانمن قشر ته ورکړل شي او د واکسین پر تطبیق د هجوم مخنیوي لپاره دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ له دې وبا څخه نېږدې سل کسان مړه کړي او تر زرو زیات کسان پرې اخته کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

