ads

امنیتي چارواکي: په هلمند ولایت کې ۸۶ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
29 غبرګولی 1400
امنیتي چارواکي: په هلمند ولایت کې ۸۶ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امنیه قوماندانۍ ویاند زمان زهیر وایي،  افغان ځواکونو د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ له طالبانو سره مخامخ جګړه کې ۸۶تنه وسلوال طالبان ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په خبره په دغه تصفيوي عملياتو  کې  ۵۹ تنه طالبان وژل شوي او  ۲۷ تنه نور زخميان شوي دي.

دی زیاتوي په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته یو اندازه مهمات او وسلې په لاس ورغلي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA