ads

په کابل ښار کې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کورنیو چارو وزات په کابل ښار کې د یوې وسلوالې نښتې په ترڅ کې د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
28 غبرګولی 1400
په کابل ښار کې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل، د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند دهمزنګ سیمه کې د یوې وسلوالې نښتې له کبله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نوموړي په خبره پېښه نن ماسپښین ۲ او ۳۰ دقیقې رامنځته شوې چې د جګړې له ښکېلو خواوو څخه یو تن چې امنیتي منسوب دی د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د احمد ضیا په خبره نیول شوي کس په خپلو خبرو کې ویلي چې دوه تنه یې هغه وخت په ډزو ووژل چې له ده څخه یې د وسلې او پېسو اخیستو هڅه کوله.

د پېښې دوه تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي او د پولیسو لخوا په دې تړاو پلټنې پیل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA