ads

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس وژل شوي

امنیتي چارواکي وایي، نامعلومه وسلوالو د کابل پغمان ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس وژلي دي.

شمس الرحمن شمس
28 غبرګولی 1400
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس وژل شوي

د کابل د امنیه قوماندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه نامعلومه وسلوالو دوه تنه افغان پولیس د پغمان ولسوالۍ اړوند د کشکک بوستې ته نږدې وژلي دي او له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

د دوی په وینا د پېښې په تړاو د پولیسو پلټنې دوام لري.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA