د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ کلید ته وویل چې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د قزاقستان هېواد د دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظامي همکارۍ په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ.
د نوموړي په خبره په هوکړهلیک کې د دواړو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري شامل دي.
د دواړه هېوادونو ترمنځ د نظامي همکاریو تړون داسې مهال لاسلیک کېږي چې د سیپټمبر تر ۱۱مې نېټي پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

