ads

دفاع وزارت: د هلمند ګرشک ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه شوه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه کړه.

شمس الرحمن شمس
28 غبرګولی 1400
دفاع وزارت: د هلمند ګرشک ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه شوه
افغان ځواکونه/ هلمند

د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه کړه.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان کلید ته وویل، وسلوالو طالبانو نن سهار د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ باندې ډله ییز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

د نوموړي په خبره افغان ځواکونو د بریدونو په پایله کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د ګرشک ولسوالۍ په بشپړ توګه د افغان ځواکونو تر واک لاندې ده.

تر دې وړاندې وسلوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی و او ادعا یې کړې وه چې ګڼ شمېر افغان سرتیري ورته تسلیم شوي او وسلې، تجهیزات د دوی لاس ته ورغلي دي.

دا چې د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې دواړو خواوو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې تر اوسه په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA