ads

جمهوررییس غني د بریتانیې جمهوررییس سره خبرې کړي دي

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې رغلي چې جمهوررییس محمداشرف غني پرون ماسپښین د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړي دي او له هغه سره پر یو لړ موضوعاتو غږېدلی.

شمس الرحمن شمس
28 غبرګولی 1400
جمهوررییس غني د بریتانیې جمهوررییس سره خبرې کړي دي

د خبرپانې له مخې په دغه ټلیفوني مکالمه کې د برتانیې لومړي وزیر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو، سولې پروسې څخه د خپل هېواد د دوامدار ملاتړ او د بشري حقونو او انکشافي برنامو په برخه کې د خپلو مرستو ډاډ ورکړ.

په پای کې جمهوررئیس غني د افغانستان کې په سوله او ثبات کې د برتانیې رول کلیدي وباله وې ویل، د دواړو هیوادونو ګډ اررښتونه له موږ سره د سولې پروسې په بریالیتوب کې مرسته کوي او په افغانستان کې سوله او ثبات به په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په معنی وي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA