ads

امنیتي چارواکي: وسلوالو طالبانو په فراه ولایت کې دوه تنه ملکي وګړي وژلي دي

د فراه امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د وسلوالو طالبانو لخوا په یوه برید کې د دوو تنو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
28 غبرګولی 1400
امنیتي چارواکي: وسلوالو طالبانو په فراه ولایت کې دوه تنه ملکي وګړي وژلي دي

د امنیه قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي کلید ته وویل چې تېر ماښام وسلوالو طالبانو د شیخ اوبو نصر فراهي بندر سیمه کې دوه تنه ملکي وګړي تر برید لاندې راوستي او هغوی یې وژلي دي.

د نوموړی په خبره د یادې پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم خو دی زیاتوي چې طالبان د نظامیانو ترمنځ وخت نا وخت ملکي وګړي هم تر برید لاندې راولي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د ملکي وګړو وژل کېدل یې رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA