د کابل ښاروالۍ په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې پر ښاري بسونو دغه لنډ مهاله بندیزونه د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف شوی، ترڅو د یاد ویروس د لا ډېر خپرېدا مخنیوی وشي.
خبرپانه کې ویل شوي، دغه ښاري بسونه چې د کابل په کارت نو او احمدشاه بابا مینې ته تګ راتګ کوي، د روانې میاشتې ۲۹مه نټېه چې د شنبې ورځ ده حپل فعالیتونه دروي.
د کابل ښاروالۍ همدارنګه له مرسډیز او ټونس موټر چلونکو هم غوښتي چې د سوارلیو شمېر راکم کړي، تر څو خلک د کورونا وبا څخه خوندي شي.
دا بندیزونه داسې مهال لګول کېږي چې د روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د بحراني وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او په دې ورستیو کې له دې وبا څخه د مړینې کچه هم د پام وړ ډېره شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

