ads

په کابل ښار کې پر هایلکس موټر ماین چاودنه کړې

امنیتي چارواکي وايي، په کابل ښار کې پر یوه عراد هایلکس موټر نښلوونکي ماین چاودنه کړې چې مرګ ژوبله نه لري.

شمس الرحمن شمس
27 غبرګولی 1400
په کابل ښار کې پر هایلکس موټر ماین چاودنه کړې

د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي چارواکي وایي، نن له غرمې وروسته ۲ او ۴۵ دقیقې د کابل ښار ۱۱مې ناحیې اړوند د قلعه نجارا سیمه کې پر یو هایلکس موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې پېښه مرګ ژوبله نه لري.

د دوی په وینا د پېښې په تړاو د پولیسو څېړنې روانې دي چې وروستي جزیات به یې له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA