ads

په پکتیا ولایت کې ۲۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي خبر ورکوي چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالیو اړوند سیمو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي

شمس الرحمن شمس
27 غبرګولی 1400
په پکتیا ولایت کې ۲۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د دې قول اردو ویاند ایمل خان مومند وایي، تېره ورځ وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د «بیانخېلو» په سیمه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د سرحدي ځواکونو په پوسته ډله ییز برید وکړ، چې په سیمه کې مېشت د دفاعي ځواکونو د کلک غبرګون او د هوايي قواوو د ضربو مخ شوه.

د نوموړي په خبره د بریدونو په پایله کې د ۱۱ پاکستانيو او ۲ مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه یې ټپيان شول، او یو زیاته اندازه وسلې او مهمات یې هم تخريب شول.

د ایمل مومند په خبره په یادو نښتو کې د سرحدي ځواکونو ۳ تنه امنیتي منسوبین هم وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA