ads

په غزني ولایت کې اووه تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي په غزني ولایت کې ۷ تنه وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي

شمس الرحمن شمس
27 غبرګولی 1400
په غزني ولایت کې اووه تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۳تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند وایي، تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د میري په سیه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد هوایي بریدونه کړي دي.

د نوموړي په خبره د بریدونو په پایله کې ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA