د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق خان پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی.
نوموړي لیکلي پاکستان له افغانستان سره د ۵۰۰ بالونه اکسيجن، د اکسيجن د ذخيره کولو ماشينو، وينټيليټورونو او نورو طبي وسايلو مرسته کړې.
دغه توکي چې په څلور ټیلر موټرو کې بار وو، پرون افغان چارواکو ته سپارل شوي او نن به افغانستان ته راورسېږي.
پاکستان له افغانستان سره دا مرسته داسې مهال کوي، چې په هېواد کې د روغتیا وزارت د اکسجن د کموالي په تړاو اندېښنه لري او په دې برخه کې یې پر نورو نړیوالو هم د مرستې غږ کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

