د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ اړوند یوولسمې ویالې سیمه کې دوه بېلابېل شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی عبدالقیوم او زمینه ساز عبدالوارث د دوه تنه نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي نیول شویو کسانو په ننګرهار کې داعش ډلې ته د هدفي وژنو او تروریستي فعالیتونو په موخه زمینه سازي کوله.
داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

