ads

د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب قزاقستان ته ولاړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار قزاقستان هېواد ته په سفر ولاړ.

شمس الرحمن شمس
27 غبرګولی 1400
د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب قزاقستان ته ولاړ
ملي امنیت سلاکار

د ملی امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب به په دغه سفر کې د قزاقستان هېواد له یو شمېر لوړپوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره وګوري.

دا سفر داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قزاقستان له جمهور رییس قاسم جومارت توقاییف سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د قزاقستان جمهوررییس ویلي، د روسیې، چین او د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمونو له مشرانو سره یې تل د افغانستان مساله راپورته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA