ads

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۴۸تنه طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
27 غبرګولی 1400
دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۴۸تنه طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو  کې ۱۴۸ تنه طالبان وژلي، ۱۶۱تنه یې ټپیان کړي او  ۴ تنه نور یې نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو او بریدونو کې د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، بامیان، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، هلمند او کندز ولایتونو اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپله توېټر پاڼه کې په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA