د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل، تېره شپه امنیتي، دفاعي او هوایي ځواک په ملاتړ د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.
د نوموړي په خبره د دې عملیاتو په ترڅ کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د عملیاتو په پایله کې یاده ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

