ads

په هرات کې نامعلومه وسلوالو ۱۴تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د افغانستان دکورنیو چارو وازات وایي، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې نامعلومه وسلوالو د یوې کورنې درې غړي وژلي او ۱۱تنه نور یې تپیان کړي دي.

شمس الرحمن شمس
26 غبرګولی 1400
په هرات کې نامعلومه وسلوالو ۱۴تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
هرات

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل، تېره شپه لس بجې یوه کورنۍ د انجیل ولسوالۍ نو آباد سیمې اړوند یوه باغ ته د تفریح په هدف تللې وه، چې هلته د نامعلومه وسلوالو له برید سره مخ شوې چې د برید په ترڅ کې ۱۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نوموړي په وینا په پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه مېرمنې وژل شوي دي او ۱۱تنه نور چې ماشومان او مېرمنې پکې شاملې دي ټپیان شوي دي.

د ده په خبره ټپیان روغتون ته پر وخت انتقال شوي او پېښه د پولیسو تر جدي څېړنو لاندې ده.

تر اوسه د یاد برید مسوولت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA