ads

عبدالولي واحدزی د لغمان ولايت نوی والي وټاکل شو

د لغمان والي رحمت الله یارمل له دندې ګوښه او پر ځای یې عبدالولي واحدزی د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

شمس الرحمن شمس
26 غبرګولی 1400
عبدالولي واحدزی د لغمان ولايت نوی والي وټاکل شو

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره وایي، چې د دوی د وړاندیز او د جمهوررییس غني د حکم له مخې عبداولي واحدزی د لغمان ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

عبدالولي واحدزی تر دې وړاندې د خوست ولایت د ولایتي شورا رییس په توګه دنده مخ ته وړې.

تر عبدالولي واحدزي وړاندې  رحمت الله یارمل د لغمان د والي توګه دنده مخ ته وړه چې تېره ورځ یې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

د لغمان والي رحمت الله یارمل داسې مهال له دندې ګوښه کېږي چې څو اوونۍ وړاندې په لغمان ولایت یو شمېر خلکو د نوموړي د ګوښه کېدو په تړاو لاریونونه وکړل او نوموړی یې په کم کارۍ، فساد او د ولسونو ترمنځ په نفاق تورن کړی و، خو د لغمان والي بیا دا تورونه  رد کړي وو او ویلي یې و چې هر کس ته د حساب ورکولو لپاره چمتو دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA