ads

د مرکچي پلاوو د تماس ډلو ترمنځ ناسته شوې

له ځنډ وروسته یو ځل بیا په دوحه کې د افغان دولت او طالب پلاوي د تماس ډلو ترمنځ ناسته شوې او دواړو لورو د راتلونکو خبرو د تنظیم او ترتیب په تړاو خبرې کړي دي.

شمس الرحمن شمس
26 غبرګولی 1400
د مرکچي پلاوو د تماس ډلو ترمنځ ناسته شوې

د افغان دولت مرکچي پلاوي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې تېر ماښام د دواړو مرکچي پلاوو د تماس ډلو تر منځ ناسته وشوه او د مذاکراتو د تنظیم او ترتیب په هکله هر اړخيزې خبرې وشوې.

وسلوالو طالبانو هم د دغه خبر پخلی کړی، په دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه ورته الفاط لیکلي.

د مرکچي پلاوو ترمنځ دا ناسته داسې مهال کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلی دی او په دې لړ کې یې د افغان چارواکو په ګډون یې د سیمې هېوادو له یو شمېر چارواکو سره هم لیدلي دي.

تېر ۲۰۲۰ م کال د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شوې، خو لاهم دغه خبرې کومې ښکاره پایلې ته نه دي رسېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA