لومړۍ ګول د هند لوبډلې وواهه او وروسته بیا افغان لوبغاړي حُسین زماني ګول وواهه چې لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ یو د یو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مینه والو ته ښه خبر دادی چې افغان ملي لوبډلې د ۲۰۲۳کال اسیایي هېوادونو جام ته لار پیدا کړه او دوهم پړاو سیالۍ به یې اروپا کې ترسره کړي.
په دغو سیالو کې افغان لوبډله له بنګلهدېش، قطر، عمان او هند لوبډلو سره مخ شوې، چې له بنګلهدېش او هند سره یې لوبه مساوي کړې، خو له عمان او قطر څخه یې ماتې خوړلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


