ads

جمهوررییس غني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو امنیتي وضعیت وارزوه

جمهوررییس محمد اشرف غني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیت د تامین په اړه امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې جدي اقدامات وکړي.

شمس الرحمن شمس
26 غبرګولی 1400
جمهوررییس غني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو امنیتي وضعیت وارزوه

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې پرون د جمهوررییس محمداشرف غني په مشرۍ د امنیتي او دفاعي سکتور د ارشد مسوولینو په ګډون امنیتي غونډه په ارګ کې تر سره شوه.

د خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه کې والیانو، د قول اردوګانو او امنیه قومندانانو او د ولایتونو د ملي امنیت رئیسان د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه، جمهوررییس غني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سوق او ادارې په اړه د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او د یادو مسوولینو راپور واورېد.

جمهوررییس د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیت د تامین په اړه د لاغوره تدابیرو په موخه امنیتي او دفاعي مسوولینو او والیانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررییس دا لارښوونې داسې مهال کوي، چې د هېواد په څو ولایتونو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو له کبله افغان ځواکونو له یو شمېر ولسوالیو څخه تکتیکي شاتک کړی او طالبان بیا د ۳۸ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، ډېر ژر به هغه سیمې له طالبانو ونیسي، چې افغان ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف تکتیکي شاتګ کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA