د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یو لړ هدفمند اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه پاکستاني وګړي د وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د نوموړي په خبره یادو کسانو ۱۷ میله کلاشینکوف وسلې، ۵۵ قبضې تومانچې او د سپکو وسلو ۵۶ کارتنه مهمات په یو عراده مازدا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او له پاکستان څخه یې پکتیکا ته قاچاق کړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

