ختیځ کې د پولیو د مخنیوي د عملیاتي مرکز مشر نجیب کاموال کلید ته وویل، ناپيژانده وسله والو نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، خوږیاڼو او سره رود ولسوالۍ کې په بېلابېلو پنځو بریدونو کې ۵ واکسیناتوران وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
دی زیاتوي چې د پېښو ټول قربانیان نارینه ځوانان دي.
د کاموال په خبره له دې پېښو سره هم مهاله یې په ټول ننګرهار کې د پولیو د واکسین د تطبیق پروسه تر نامالوم وخته پورې ځنډولې ده.
په ورته مهال د ننګرهار ولایتي چارواکي ویلي، چې د یادو پېښو د عاملینو د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو هم په دغه بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

