ads

ناټو: د کابل هوایي ډګر د فعالیت دوام مهم دی

ناټو وایي، د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره غور کوي، ترڅو په دې برخه کې باوري فضا رامنځته کړي.

نویسنده: shams
25 غبرګولی 1400
ناټو: د کابل هوایي ډګر د فعالیت دوام مهم دی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې ورځ په یوه کنفرانس کې وویل، د کابل هوایي ډګر د فعالیت  د دوام یقیني کولو لپاره غور کوي، ترڅو د یاد ډګر د فعالیت دوام یقیني کړي.

د نوموړي به خبره د کابل هوایي ډګر د ناټو او د غیر نظامي حضور د دوام لپاره مهم دی او پرته له شکه ترکیه په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ترکیې جمهوررییس رجب طیب اردغان د امریکا له جمهوررییس جوبایډن سره د لیدنې پر مهال ویل، چې ترکیه د کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره د باور وړ هېواد دی.

نوموړي همدارنګه ویلي، چمتو دی چې د ناټو او امریکا په مالي او نظامي مرسته د کابل هوایي ډګر او نورو بهرنیو سفارتونو ساتنې ته ځواکونه پریږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وځي، خو طالبانو بیا په یوې اعلامیه کې ویلي و چې دوی په افغانستان کې د هېڅ بهرني سرتیری پاتې کېدل نه غواړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA