ads

خلیلزاد د قزاقستان له جمهوررییس سره لیدلي دي

د امریکا سفارت د زلملي خلیلزاد او د قزاقستان د جمهوررییس قاسم جومارت توقاییف ترمنځ د لیدنې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
25 غبرګولی 1400
خلیلزاد د قزاقستان له جمهوررییس سره لیدلي دي

په قزاقستان کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې تېره ورځ زلمي خلیلزاد د قزاقستان جمهوررییس سره د افغان سولې په اړه او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

په لیدنه کې د قزاقستان جمهوررییس د افغان سولې پروسې اړوند یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې تل یې د افغانستان په اړه له روسیې، چین او د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له مشران سره خبرې کړي دي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې قزاقستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سخت دریځو وسلوالو فعالیتونو ته اندېښنه لري او ویره یې داده چې د یادو ډلو فعالیتونو د دوی تر هېوادونو ونه رسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا هڅې داسې مهال روانې دي چې افغانستان د سختو جګړو شاهد دی او د ښکېلو خواوو ترڅنګ پکې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA