ads

جمهوررییس غني د هېواد امنیتي وضعیت وارزوه

جمهوررییس محمد اشرف غني د هېواد امنیتي وضعیت وارزوه او افغان ځواکونو ته یې لارښوونه وکړه چې د مخالفو وسلوالو ګواښونه دفعه او د خپلو هېواد والو امنیت خوندي کړي.

شمس الرحمن شمس
25 غبرګولی 1400
جمهوررییس غني د هېواد امنیتي وضعیت وارزوه
افغانستان ولسمشر

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوررییس او وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه، پرون مازدیګر د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو په ګډون ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې په ناسته کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه د وروستیو انکشافاتو د راپور ورکولو ترڅنګ د حکومت د مخالفو وسلوالو د خوځښتونو د شنډولو په موخه خپل پلانونه او برنامې تشریح کړې.

جمهوررییس یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې پر منظمې همغږۍ، ګډو هڅو او پلانګذارۍ د دښمن ګواښونه دفعه او د وطنوالو د امنیت د تامین په موخه لازم اقدامات وکړي.

جمهوررییس غني د هېواد امنیتي داسې مهال اروزي چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او د ښکېلو لورو ترڅنګ پکې ملکي مرګ وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA