د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي نن د سې شنبې ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي : او ددې وخت رارسېدلی چې د دوحې خبرې د دواړو مرکچي پلاوو د بنیادي وړاندیزونو له مخې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ تر اوږده ځنډ وروسته یوازې یو ځل سره ناست دي او په ناسته کې د بین الافغاني خبرو پرچټکتیا او د اجنډا پره موضوعاتو ټینګار شوی و.
اوس اروپایي ټولنې له دواړو خواوو غوښتي چې جګړه بس کړي او له ځنډ پرته دې خبرې پیل شي، ترڅو افغانستان یوې سیاسي حل لار ته ورسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

