ads

له کرونا ځپلو کسب لرونکو سره د مرستې لړۍ

په خوست کې د کارموندنې پروګرام مسولین وایي، غواړي له دې لارې هغه کوچني کسبونه بیرته راژوندي کړي چې د کرونا د لومړۍ څپې د قرنطین پرمهال له منځه تللي او مالکین یې اوس مهال بې کاره شوي دي.

بختاجان بختیار
24 غبرګولی 1400
له کرونا ځپلو کسب لرونکو سره د مرستې لړۍ
خوست
په خوست کې د کارموندنې پروګرام د اړیکو مسول سیف الرحمن سیراج وایي، د دغه کار لپاره یې لومړۍ په ښار کې د مستحقینو لپاره سروې ترسره کوي او وروسته به ورسره د کسبونو د ژوندي کولو په برخه کې لازمې مرستې کوي:
«د دغه پروګرام له لارې به د خوست ښآر په شپږو ناحیو کې له پنځه زره پنځه سوه کسانو سره مرسته کېږي او ددوی له کاره لوېدلي کسبونه او کاروبارونه به ژوندي کوي، څو ددې خلکو اقتصادي حالت بیرته عادي شي.»
راهي په نوم یو تن چې د قرنطین پرمهال یې خپل کاروبار له لاسه ورکړی وایي، ددې مرستې په پرمټ به وتوانېږي چې کاروبار ژوندی او ژوند یې د پخوا په څير ښه شي:
«والله که کورکې د اوړو درک لګېږي، که دا خلک زموږ لاسنیو وکړي او موږ سره نورې مرستې هم وکړي زموږ ژوند به ښه شي.»
د مکایل په نوم په خوست کې د کوچنیو کسبګرو د ټولنې مسول هیله  څرګندوي چې ددې پروګرام له لارې به رښتیني مستحقین په ګوته او ټاکل شوي حقوق به ترلاسه کړی شي:
«ددې پروګرام له لارې زموږ د کچنیو کسبونو خاوندان له لاسه تللي کاروبارونه بیرته ترلاسه کړي او ددې ترڅنګ موږ کولی شو چې د شفافیت او تطبیق په برخه کې له یادې موسسې سره همکاري وکړو.»
په خوست کې د کار موندنې پروګرام تېر کال پیل شوی چې موخه یې د بې ځایه شوو، کرونا ځپلو او نا چارو خلکو لپاره د کار او کسبونو پیدا کول او هغو ته یې لارې چارې ښودل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA